امریکایي سناتور مېچ مک کانل وایي، له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل تېروتنه وه.
د جمهور آژانس نوموړي زیاته کړې، امریکا لا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې نه وه، خو له دغه هېواد یې پښې سپکې کړې.
نوموړي زیاته کړې، د سرتېرو د ایستلو تجربه په عراق کې ناکامه شوه او په افغانستان کې به یې هم پایلې مثبتې نه وي.
دی وايي، د بایډن حکومت دمګړی افغانستان په یوه جګړه کې ښکېل پرېښود او لا هم په دغه هېواد کې ترهګرې ډلې فعالې دي او د ګواښونو جوړولو وړتیا لرلی شي.
سناتورمک کانل زیاته کړې، د ناټو متحدینو هم دا نه غوښتل چې امریکایي ځواکونه له افغانستان و وځي خو په خبره یې د بایډن ادارې د سرتېرو د ایستلو په اړه د هېچا مشوره نه ده اورېدلې، له همدې امله به راتلونکي مسوولیتونه هم د دغه ادارې پر غاړه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل