د ناټو سرمشریزه کې د افغان ځواکونو د روزنې او تمول، د کابل د هوايي ډګر د ستانې او دغه راز د افغان سولې پر ملاتړ موافقه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو مشران پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۴ مه بروکسل کې سره راغونډ شوي و چې د خبرو یوه مهمه موضوع یې افغانستان وو.
دوی په دغه ناسته کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پر مرستو او ملاتړ او خپل ملکي حضور په اړه خبرې وکړې.
په دغه غونده کې د ناټو مشرانو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل د هوایي ډګر د فعالیت د تمویلولو لپاره موافقه وکړه.
تر غونډې وروسته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، ناټو او متحدان یې په اوس وخت کې پردې کار کوي چې په څه ډول د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت دوام یقیني کولای شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې سرمشریزې ترڅنګ لیدنې کتنې شوې او بې له شکه چې ترکیه په دغو هڅو کې اساسي ونډه لري.
سټولټنبرګ ویلي، د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره د ناټو او د متحدانو له خوا یې یوه قوي ژمنه شته ځګکه په وینا یې دا د ناټو د غیر نظامي حضور د دوام او هم د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دی.
په همدې مهال د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې ویل شوي چې ناټو د ډیپلوماتیک او نړیوال حضور او هم له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لپاره د کابل د هوایي ډګر اهمیت ورکوي او د فعالیت د دوام لپاره به یې بودجه تامین کړې.
همدارنګه ناټو سرمشریزې ټینګار کړي، چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او تمویل ته به دوام ورکړي او د ډيپلوماتیک حضور د دوام لپاره به په کابل کې د ملکي استازولی دفتر وساتي.
د ناټو د سرمشریزې په اعلامیه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې هم د ناټو په ملاتړ ټینګار شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل