سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په یوه چاودنه کې وژلش وی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د غوايي ۵ مه ماښام مهال هرات ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات والي وايي د امنیتي ځواکونو یو کاروان ګلران ولسوالۍ ته په لاره و، چې د سړک د غاړې ماین چاودنه پرې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د ګلران پخوانی ولسوال او اوسنۍ د ملي امنیت مدیر او یو بل سرتېری وژلش وی او د امنیتي ځواکونو پنځه نور غړي وژل شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هرات