۰
طالبان:

چې بهرني ځواکونه وتلي نه وي په هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کو

چهارشنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۲
په داسې حال کې، چې له یوې خوا ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د ناستې نېټه اعلان شوې او له بلې خوا ویل کېږي امریکا خپل سرتېري پنځه میاشتې نور هم افغانستان کې پرېږدي طالبانو هم خپل غبرګون ښودلی دی.
چې بهرني ځواکونه وتلي نه وي په هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کو
په داسې حال کې، چې له یوې خوا ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د ناستې نېټه اعلان شوې او له بلې خوا ویل کېږي امریکا خپل سرتېري پنځه میاشتې نور هم افغانستان کې پرېږدي طالبانو هم خپل غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ترکیې ویلي، د استانبول ناسته د روانې اپرېل میاشتې ۲۴ مه پیلېږي، چې لس ورځې به دوام وکړي او د مۍ په ۴ مه به پای ته ورسېږي.

ترکیې ویلي، په ناسته کې به د افغان حکومت او طالبانو لوړ پوړي چارواکي هم ګډون ولري او دوی تمه لري، چې ښکېل اړخونه په کې یوه توافق ته ورسېږي.

له دې سره تر څنګ امریکايي رسنیو ویلي د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې ټول سرتېري د مۍ له اوله وروسته تر پنځو نورو میاشتو پورې هم افغانستان کې وساتي.

په همدې تړواو ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن خپله رسمي پرېکړه اعلان کړي، چې سرتېري له افغانستان څخه باسي که نه.

خو واشنګټن پوست ورځپاڼې ویلي د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې ټول امریکايي ځواکونه به د روان کال د سپتمبر تر میاشت پورې له افغانستان څخه باسي.

وسله والو طالبانو د امریکا له لوري د سرتېرو پرېښودو او ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناسته ته غبرګون ښودلی دی.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، تر څو چې ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي، طالبان به په هېڅ کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

نعیم وردګ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: تر هغو چې ټول بهرني ځواکونو زموږ له هېواد څخه نه وي وتلي، اسلامي امارت په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي، چې د افغانستان په اړه پرېکړې په کې کېږي، اسلامي امارت د اسلام مقدس دین له مخې خپل کارونه په مشورو سره کوي د مشورو په نتیجه کې چې کومه پرېکړه وشي د هغې له مخې تصمیم نیسي.

تر نعیم وردګ وړاندې د طالبانو یوه بل ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و، چې تر چې د ترکیې ناستې اجنډا او موضوع مشخصه شوې نه وي طالبان به په کې ګډون ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي