۰
فارن پالیسي:

امریکا به هېڅ کله د افغانستان د نوي حکومت د مخالفینو ملاتړ ونه کړي

چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۳۶
په داسې حال کې، چې د افغانستان د نوي حکومت مخالفین د ځینو هېوادونو د ملاتړ په تمه دي، فارین پالیسي د امریکايي سرچینو په قوله ویلي، چې امریکا به هېڅ کله هم د دغه ډلو ملاتړ ونه کړي.
امریکا به هېڅ کله د افغانستان د نوي حکومت د مخالفینو ملاتړ ونه کړي
په داسې حال کې، چې د افغانستان د نوي حکومت مخالفین د ځینو هېوادونو د ملاتړ په تمه دي، فارین پالیسي د امریکايي سرچینو په قوله ویلي، چې امریکا به هېڅ کله هم د دغه ډلو ملاتړ ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې نشريې په یوه مطلب کې د باخبره امریکايي سرچینو له قولهویلي، چې په افغانستان کې د نوي حکومت مخالفه ډله چې تر ډېره په تاجکستان کې ده، د امریکا د ملاتړ تمه لري.

سرچینه زیاتوي، امریکا به هېح وخت د دغه ډلو ملاتړ ونه کړي، ځکه په دې سره په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيلېږي او امریکا د جګړو د دوام غوښتونکې نه ده.

د نشریې په مطلب کې وړاندې لیکل شوي، په افغانستان کې باید سیاسي مذاکرات دوام وکړي، تر چې په دې هېواد کې څلوېښت کلنه جګړه د تل لپاره پای ته ورسېږي.

سرچینې ټینګار کړی، چې د ډلو او ټپلو ملاتړ او د جګړو دوام هېڅ ستونزه نه شي حل کولی.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو د رسېدو سره سم د پخواني حکومت ځینې چارواکي او یو شمېر سیاسیون د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد دویم مقاومت جبهه پنجشېر ولایت کې پرانسته.

خو تر څو ورځني مقاومت وروسته پنجشر طالبانو په بشپړه توګه ونیوه او د مخالفې جبهې اکثریت غړي تاجکستان ته وتښتېدل.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي