۰

امریکا: ښايي راتلونکې کې به هوايي بریدونه له طالبانو سره همغږه کړو

پنجشنبه ۱۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
په داسې حال کې، چې امریکا په افغانستان کې تر ماتې خوړلو وروسته په بشپړه توګه وتلې، تازه یې پوځي چارواکو یو ځل بیا ویلي، چې امکان لري، امریکا په افغانستان کې په راتلونکې کې د ترهګرۍ ضد هوايي بریدونه له طالبانو سره همغږي کړي.
امریکا: ښايي راتلونکې کې به هوايي بریدونه له طالبانو سره همغږه کړو
په داسې حال کې، چې امریکا په افغانستان کې تر ماتې خوړلو وروسته په بشپړه توګه وتلې، تازه یې پوځي چارواکو یو ځل بیا ویلي، چې امکان لري، امریکا په افغانستان کې په راتلونکې کې د ترهګرۍ ضد هوايي بریدونه له طالبانو سره همغږي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د امریکا د پوځ مشر جنرال مارک میلي پرون چهارشنبې د وږي ۱۰ مه له افغانستان څخه د امریکا تر وتلو دوه ورځې وروسته وکړې.

نوموړي په واشنګټن کې خبري غونډې ته ویلي، کېدای شي چې د داعش او نورو ترهګرو وسله والو پر ضد له طالبانو سره هوایي بریدونه همغږه شي.

مارک میلي زیاته کړه چې تراوسه سخته ده چې د طالبانو په اړه وړاندوینه وشي او دا هم معلومه نه ده چې دا ډله بدلېږي که نه بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري تر وتو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په خپله وینا کې و ویل، چې دوی په افغانستان کې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله خو ټینګار یې وکړ، چې له داعش سره یې حساب او کتاب پاتې دی.

تر بایډن وروسته د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان کنټ مکنزي هم ویلي و، چې امریکا له افغانستانه ووتله خو طالبان دې د داعش د پراخه فعالیت لپاره ځانونه چمتو کړي.

خو طالبانو په وار وار ویلي، چې دوی به په افغانستان کې هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي