۱

امریکا د افغانستان ننګرهار کې پر داعش هوايي برید کړی

شنبی ۶ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
په داسې حال کې، چې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د بشپړ وتو په حال کې دي، خو تازه یې د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش پر ډلې هوايي برید کړی دی.
امریکا د افغانستان ننګرهار کې پر داعش هوايي برید کړی
په داسې حال کې، چې امریکايي ځواکونو له افغانستان څخه د بشپړ وتو په حال کې دي، خو تازه یې د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې د داعش پر ډلې هوايي برید کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا وروسته له هغې ننګرهار کې پر داعش هوایي برید کوي، چې دوه ورځې وړاندې د کابل هوايي ډګر کې یوه خونړۍ چاودنه وشوه.

دغه چاودنه کې ویل کېږي ۱۳ امریکايي سرتېري او تر ۱۶۰ زیات افغانان وژل شوي، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

تر دې دوه ورځې وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن و ویل، چې له داعش ډلې به خپل غچ اخلي نو ځکه یې پوځ ته پر داعش د برید امر کړی دی.

د بایډن له امر وروسته د امریکا پوځ ویلي، پرون یې د بې پیلوټه الوتکې په واسطه د افغانستان په ختیځ کې پر داعش ډلې هوایي برید کړی دی.

سرچینې ویلي، په دغه برید کې د داعش ډلې د بریدونو یو طراح وژل شوی خو ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

امریکا په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي