کابو د هرې ورځې په څېر د کابل سهار نن هم په مقناطسي ماین چاودنو پیل شو، چې له امله یې ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن شنبې د سلواغې ۱۱ مه سهار مهال د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند او د څلورمې ناحیې اړوند سیمو کې شوې دي.
د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د کمپنۍ پله سره چاودنه د پولیسو په رنجر موتر شوې، چې چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دویمه چاودنه بیا د څلورمې ناحیې اړوند سلیم کاروان سیمه کې پر یوه شخصي کرولا موټر شوې، چې له امله یې د عیني شاهدانو په وینا یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دي.
خو د کابل پولیس د دواړو چاودنو به تایید سره وايي، چې دویمه چاودنه کې څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې سلیم کاروان سیمه کې درې ورځې وړاندې هم د پولیسو په رنجر موټر چاودنه شوې وه، چې دوه تنه په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل