۰
د ملي امنیت رییس:

۹۹ سلنه بریدونه طالبان کوي، سږ کال یې ۱۸۲۰۰ بریدونه کړي

سی شنبه ۹ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۹
د ملي امنیت لوی ریاست رییس احمد ضیا سراج په هېواد کې وروستیو بریدونو او چاودنو ته په اشارې وايي، چې د ټولو بریدونو ۹۹ سلنه وسله وال طالبان کوي.
۹۹ سلنه بریدونه طالبان کوي، سږ کال یې ۱۸۲۰۰ بریدونه کړي
د ملي امنیت لوی ریاست رییس احمد ضیا سراج په هېواد کې وروستیو بریدونو او چاودنو ته په اشارې وايي، چې د ټولو بریدونو ۹۹ سلنه وسله وال طالبان کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سراج چې نن سه شنبې د مرغومي ۹ مه د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې د سناتورانو پوښتنې ځوابولې و ویل، چې طالبان دغه بریدونه د سولې پروسه کې د لا زیات امتیاز اخیستو په خاطر کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو روان کال په ټول هېواد کې ۱۸۲۰۰ بریدونه چې په کې پر پوستو، قرارګاو، ولایتونو، ولسوالیو او ښارونو بریدونه او یو شمېر یې هدفي وژنې دي، تر سره کړي دي.

هغه و ویل«د دې ټولو بریدونو ۹۹ سلنه طالبانو کړي، یو فیصد یې د داعش په ګډون نورو ترهګرو ډلو کړې دي.»

د ملي امنیت عمومي رییس وايي، دا چې طالبانو په کندهار او هلمند کې ملاماتوونکي ګذارونه وخوړ اوس یې تر ډېره تمرکز په هدفي وژنو، چسپکي ماینونو او نورو چاودنو کړی دی.

د هغه په وینا دا چې طالبان په کابل کې ډېر بریدونه او هدفي وژنې کوي موخه یې دا ده، چې دلته د نورو ولایتونو په پرتله هره خبر زر رسنیزه کېږي، نو ځکه یې پر کابل تمرکز ډېری دی.

نوموړي د ملي امنیت د لاس ته راوړڼو په اړه و ویل، چې د یوه کال په جریان کې ۶۱۰۰ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي، چې ۳۶۰۰ کسان یې هغه دي، چې په ترهګرو بریدونو کې یې لاس درلود.

د هغه په وینا په نیول شویو کسانو کې ۲۷۰ تنه هغه دي، چې په هدفي وژنو کې یې لاس درولود.

ښاغلی سراح وايي، طالبانو د عبیده کاروان په نوم په لوګر کې یوه شبکه جوړه کړې، چې هدف یې یوازې په کابل کې هدفي وژنې دي او نور هېڅ کار نه لري.

دی زیاتوي، چې عبیده کاروان د امریکا سره د طالبانو تر تړون وروسته منظم کار پیل کړي، چې تر اوسه پورې د دغه شبکې یو شمېر غړي نیول شوي او لویې څارنوالۍ ته ورسپارل شوي دي.

د ملي امنیت عمومي رییس په ټول کې په دې وروستیو کې پر خبریالانو او مدني فعالانو بریدونو ته په اشارې و ویل، چې د ځينو قضیو په اړه لاس ته راوړڼې شته او ځینې لا هم تر کار لاندې دي، چې د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته به یې معلومات له ولس سره شریک کړی شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي