۰
حسن روحاني د ریل پټلۍ پرانسته کې!

دا یوه تاریخي ورځ ده، د افغانستان ثبات د سیمې او ایران لپاره مهم دی

پنجشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۰
د ایران ولسمشر حسن روحاني د افغانستان او ایران تر منځ د ریل پټلۍ پرانسته یو تاریخي او لوی اقتصادي ګام وباله وايي، د افغانستان ثبات د سیمې او ایران لپاره خورا مهم دی.
دا یوه تاریخي ورځ ده، د افغانستان ثبات د سیمې او ایران لپاره مهم دی
د ایران ولسمشر حسن روحاني د افغانستان او ایران تر منځ د ریل پټلۍ پرانسته یو تاریخي او لوی اقتصادي ګام وباله وايي، د افغانستان ثبات د سیمې او ایران لپاره خورا مهم دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او ایران تر منځ د هرات – خواف د ریل پټلۍ نن د ولسمشر غني او ولسمشر روحاني د جلا جلا فرمانونو په صادرولو سره پرانستل شوه.

دواړو ولسمشرانو د دغه پټلۍ پرانسته د دواړو هېوادونو او دغه راز د سیمې د اتصال او اقتصادي پراختیا او همکاریو لپاره یو مهم تاریخي ګام وباله او راتلونکو کې یې د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

دوی ویل، چې په سیمه کې د اقتصادي پراختیا او تېنګښت او دغه راز د سیمه ییز اتصال لپاره ثبات او امنیت ته اړتیا ده او باید کار ورته وشي.

د ایران ولسمشر ښاغلي روحاني د دغه پټلۍ د پرانستې په مراسمو کې د وینا پر مهال و ویل، چې د افغانستان ثبات د سیمې او ایران له لپاره مهم دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ایران د حکومت ستره هیله دا ده، چې ژر تر ژره په افغانستان کې دایمي ثبات او سوله راشي او اقتصادي اړیکې نورې هم وغوړېږي.

ده و ویل«ټوله سیمه او ټول ګاونډي هېوادونه په دې پوهېږي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم دی.»

ښاغلي روحاني زیاته کړه، باور لري چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت راتګ به په ایران کې هم پرمختګ راولي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان او ایران په خپلو کې تاریخي او پیاوړې اړیکې لري او د دې وخت دی چې له شته فرصتونو او امکاناتو د دې اړیکو د لا پراختیا لپاره کار واخلي.

 حسن روحاني د دغه پټلۍ پرانیستل په ټوله سیمه کې د یوه ستر اقتصادي تحرک وباله او ټینګار یې وکړ چې د هرات-خواف رېل پټلۍ به افغانستان او ایران لا سره نږدې کړي، ایران به له مرکزي اسیا سره وتړي او همدا راز به افغانستان د ایران له لارې له اروپا او ترکیې سره وتړل شي.

د یادونې ده، د هرات – خواف د اوسپنې دغه پټلۍ ۲۲۵کیلومټره اوږدوالی لري چې ۱۴۰کیلومتره یې د ایران او ۸۵کلیومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده.
د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ څلور برخې ده چې دوه یې په ایران او دوه نورې یې په افغانستان کې موقعیت لري.

د چارواکو په وینا د ایران په خاوره کې د دغې پروژې کار بشپړ شوی خو په افغانستان کې چې ۸۵ کیلومتره دی د تطبیق چارې به یې ژر پیل شي.

د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ په یو کال کې د شپږ میلیونه سوداګریزو توکو او د یو میلیون مسافرو د انتقالولو ظرفیت لري.

د دغې اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل شوی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي