۰

افغان ځواکونو د القاعده شبکې یو بل مهم مشر وژلی دی

چهارشنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۷
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو د هند د نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې پاکستانی مشر او یو خطرناک غړی وژلی او د هغه دوه مېرمنې یې ژوندلی نیولې دي.
افغان ځواکونو د القاعده شبکې یو بل مهم مشر وژلی دی
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو د هند د نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې پاکستانی مشر او یو خطرناک غړی وژلی او د هغه دوه مېرمنې یې ژوندلی نیولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت د خبرپاڼې پر بنسټ د القاعده دغه وژل شوی مشر محمد حنیف نومېږي، چې په عبدالله مشهور دی.

سرچینه زیاتوي، محمد حنیف د محمد انور زوی او د پاکستان د کراچۍ ښار اصلي اوسېدونکی دی، چې له طالبانو سره یې د چاودېدونک توکو، موټر بم او ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په روزه کې مرسته کوله.

د ملي امنیت ریاست وايي، ځانګړو ځواکونو د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د هند د نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې دغه پاکستانۍ مشر وژلی او د هغه دوه پاکستانۍ مېرمنې یې ژوندۍ نیولې دي.

ملي امنیت زیاته کړې، پاکستانۍ محمد حنیف په لومړیو کې د طالبانو ډلې غړی او له ۲۰۱۰ کال وروسته یې د القاعده شبکې غړیتوب هم تر لاسه کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي، چې له طالبانو سره نېږدې اړیکې درلودې، له هلمند نه فراه ته ولاړ او هلته یې له طالبانو سره د چاودیدونکو توکو، موټر بم او ځای پر ځای شویو ماینونو په روزنه کې مرسته کوله.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې یاد کس د تل لپاره په یو ځای کې نه اوسېده او هلمند، فراه، نیمرزو او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته یې تګ راتګ کاوه.

د فراه والي تاج محمد جاهد هم د القاعده شبکې د دغه مهم مشر د وژل کېدو پخلی کړی وايي، دا د القاعده شبکې یو خطرناک او مهم غړی و، چې د ورنکارو فعالیتونو ساحه یې یوازې فراه نه بلکې نور ولایتونه هم وو.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت ځواکونو د تېرې تلې میاشتې په ۳ مه غزني کې د هند د براظمګي لپاره د القاعده شبکې دویم کس ابومحس المصري هم وژلی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي