د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وایي، امریکا به د افغان سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ویلز دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال ادریس زمان سره لیدنه کې کړې دي.
مېرمن ویلز او ښاغلي زمان په نیویارک کې سره لیدلي او د افغانستان د روان وضعیت تر څنګ یې د افغان سولې او ثبات په اړه هم خبرې کړې دي.
اليس ويلز په خپلو څرګندونو کې ډاډ ورکړی، چې د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو لپاره خپلې هڅې او مرستې جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې یو ځل بیا ټینګار کړي، چې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره به د خپلو افغان شریکانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د ترهګرۍ تر ماتې پورې به افغانستان کې وي او د افغانستان سوله او ثبات یې د پروګرامونو برخه ده، تر چې سوله په دې هېواد کې په یوه واقعیت بدله شي.
جمهورخبري آژانس:کابل