په داسې حال کې، چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو ګنګوسې خپرې دي ناټو وايي، دوی له افغانستانه نه وځي او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ناټو یوه لوړ پوړي چارواکي مارشال سټوراټ کړې ټینګار یې کړی، چې له افغانستان سره د ناټو ژمنې پر خپل ځای او ثابتې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې ناټو په نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مسوولیت لري او په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی نوځکه ناټو خپل ځواکونه له دغه هېواد څخه نه وباسي.
د ناټو دغه لوړ پوړي نظامي چارواکی وايي، تر هغه به د ناټو ځواکونه په افغانستان کې وي چې دغه هېواد ته ثبات نه وي راغلی.
مارشال سټوراټ په افغانستان کې د ترهګرۍپر وړاندې مبارزه باندې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له کابل سره د ناټو ژمنې پر خپل ځای او ثابتې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل