د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون مخې ته په شوي ځانمرګي برید کې د دوی دوه کارکوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
خو کورنیو چارو وزرات ویلي یو ځانمرګی برید کوونکی، چې غوښتل یې د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو پر موټر برید وکړي، له بریده وړاندې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښه نن دوشنبې د لړم ۷ مه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ټاکنو کمېسیون دروازې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، ځانمرګي برید کوونکي غوښتل، د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو په موټر چاودنه وکړي، خو پولیسو هدف ته تر رسېدو وړاندې پېژندلی او وژلی یې دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د ځانمرګي د چاوېدونکو توکو په چاودنه کې دوه ملي پولیس او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وايي، په دغه ځانمرګي برید کې د کمېسیون دوه کارکوونکي وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل