سیمه ییز چارواکي وايي، دایکنډي ولایت کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ، چې د ښوونځي زده کوونکې هم وه په دار ځړول شوې او وژل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د زمري ۷ مه سهار مهال د دایکندي ولایت د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ د قول مستګ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي، په یاده سیمه کې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ، چې د ښوونځي زده کوونکې وه، د یوې ونې په څانګه پورې راځړول شوې وه.
نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته د کلي خلک خبر شوي او د نجلۍ د ژغورلو هڅه یې کړې، خو نجلۍ روغتون ته په لاره ساه ورکړې ده.
د دایکندي د والي ویاند وايي، د پېښې په تړاو یو تورن کس نیول شوی، خو تر اوسه دا معلومه نه ده، چې دغه نجلۍ ولې په دار او وژل شوې ده.
جمهورخبري آژانس:دایکنډي