په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، یو شمېر طالبان او د هغوی مشران سولې ته لېواله دي او د جګړې د پای ته رسېدو له پاره یې له افغان حکومت سره پټې خبرې پیل کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېکولسن دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۹مه له کابله په واشنکټن کې د متحد ایالتونو په دفاع وزارت کې خبریالانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې وکړې او ویې ویلي، چې طالبانو له افغان چارواکو سره د احتمالي اوربند په اړه پټې خبرې پیل کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو له متوسطې او لوړې کچې کسانو سره د خبرو اترو یو لړ چینلونه د سولې د بهیر د بېلابېلو لورېو له خوا پرانېستل شوي، خو دی یې د دې لپاره نوم نهشي اخېستلی چې دا خبرې پټې دي.
جنرال نیکلسن په ورته وخت کې دا هم و ویل چې د سولې په خبرو کې یو شمېر نړیوال سازمانونه، بهرني حکومتونه او هغه ډلې هم داخلې دي چې له دې سره دلچسپي لري.
هغه په دې وروستیو کې د جګړې شدت ته په اشارې سره د افغانستان جګړه هم د کمبودیا جګړې ته ورته و بلل چې په وینا یې دا جګړه داسې ده، لکه د کمبودیا جګړه چې په ورته وخت کې دواړو لوریو د سولې خبرې کولې او جګړه یې هم مخته وړله.
جنرال نیکلسن وویل چې افغان ځواکونه اوس د پخوا په پرتله پیاوړي شوي او دا وړتیا یې پیدا کړې ده چې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.
نیکلسن زیاته کړه چې د طالبانو ۸۰ فیصده بریدونه بېرته شاته تمبېدلي او شل فیصده حملې یې هم په لنډ وخت کې خنثی شوي دي.
طالبانو تر اوسه د نېکولسن په دې څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل