ټاکل شوې د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د ۲۰ اوریزه لوبو لړۍ نن شنبې د غبرګولي ۲۱ مه پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لومړنۍ لوبه به نن د افغانستان په وخت درې نیمې بجې د زمبابوې په هرارې لوبغاړي کې پیل شي.
د یادونې ده، چې افغانستان له دې وړاندې د پنځوس اوریزه لوبو لړۍ درې – صفر له زمبابوې لوبډلې وګټله.
د دغه لوبو په ګټلو سره افغانستان ۳۰ نمرې تر لاسه کړي، چې په تر لاسه کولو سره یې د ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام ته د افغانستان ته د ورتګ لاره لنډه کړه.
دا مهال افغانستان د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په جدول کې له بنګلدېش وروسته دویم مقام لري.
افغانستان د دغه جام د غوراوي سیالیو په لړ کې تر اوسه ۱۲ سیالۍ کړې، چې ۱۰ یې ګټلې او ۲ یې بایللې دي او ۱۰۰ نمرې یې تر لاسه کړې دي.
د یادونې ده، چې افغانستان د دغه غوراوي سیالیو څخه ۱۲ نورې سیالۍ هم چې له هند، استرالیا، پاکستان او سریلانکا سره دي لري یې.
جمهورخبري آژانس:کابل