۰

امریکا افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده

چهارشنبه ۲۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۵
د بشري حقونو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښوودل شوې ده.
امریکا افغانستان کې پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده
د بشري حقونو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښوودل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې راغلي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د بشري حقونو په وضعیت کې شاتګ رامنځ ته شوی دی.

سرچینه وايي، دوی په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري او تمه لري چې ژر تر ژره نوی حکومت د بشري حقونو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

راپور زیاتوي، د ښوونځيو تړل کېدل، له کار او رهبرۍ څخه د ښځینه وو محرومېدل او ځينو نور موارد د بشري حقونو په برخه کې تر پښو لاندې شوي موارد یاد کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي