سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې ۴۲ تنه د تازه لنګې شوې غوا د ورږو یا کنډ له خوړولو وروسته مسموم شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په ناصرانو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند مولوي محمود اعزام وايي، دغه مسموم شویو کسانو کې ۱۲ ښځې او یو شمېر ماشومان هم شامل دي.
نوموړي ویلي، د مسموم شویو کسانو له ډلې یوه تن ساه ورکړې او ۴ نور هم د کوما حالت کې دي.
د والي ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل