۰

د زابل د شملزو ولسوال په کندهار کې وژل شوی دی

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۳
سیمه ییز چارواکي وايي، د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ ولسوال او زوی یې په کندهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.
د زابل د شملزو ولسوال په کندهار کې وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ ولسوال او زوی یې په کندهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د وږي ۲۴ مه له غرمې وروسته د کندهار ښار په ۱۱ مه امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وایي، د شملزو ولسوال مومند نصریار چې د خپلې کورنۍ د لیدو له پاره کندهار ښار ته راغلی وو، د ۱۱ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې تر وسله وال برید لاندې راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې خپله ولسوال او زوی یې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، وسله وال تر برید له سیمې په تېښته بریالي شول خو زیاتوي، دوی پر دې پوه نه شول، چې دا ډزې په څه ډول رامنځ ته شوې.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي