۰

کندهار کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۰
ملي دفاع وزارت وایي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ۱۱ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وایي، کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د هوايي ملاتړ پر مټ د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په بابر او بابر مکتب په سیمه کې پر طالبانو عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې به دغه عملیاتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور تنه ټپیان او یادې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو له ډېرې مودې راهیسې د بابر مکتب دروازې د زده کوونکو پر مخ تړلې وې، چې اوس خلاصې شوې او د طالبانو یو موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې افغان ځواکونو په یاده سیمه کې ۱۴ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي