۰
د مولوي عبدالکبیر سره د روسي پلاوي لیدنه:

روسيه د چورلکو په ترمیم کې له افغانستان سره همکاري کوي

چهارشنبه ۲۵ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۲
د روسیې یو پلاوی افغانستان ته راغلی او د اسلامي امارت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یې لیدلي دي.
روسيه د چورلکو په ترمیم کې له افغانستان سره همکاري کوي
د روسیې یو پلاوی افغانستان ته راغلی او د اسلامي امارت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پلاوی پرون سه شنبې د کب ۲۴ مه کابل ته راغلی او له ښاغلي عبدالکبیر سره لیدنه کې یې ډاد ورکړي، چې روسیه به د چورلکو د ترمیم په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر ټویټر لیکلي، چې مولوي عبدالکبیر د سه شنبې په ورځ ماسپښین په سپیدار ماڼۍ کې د ورټیکل ګروپ له عمومي رییس ولادیمیر ساکوریخین او د کوچنیو چورلکو د ترمیم شرکت له مشر الکساندر کلاچوف سره وکتل.

نوموړي زیاته کړې، په دې کتنه کې ولاديمير سکوريخين او الکساندر کلاچوف په افغانستان کې د روسي چورلکو د ترميم، د پرزو د لېږد او د تخنيکي پرسونل د روزنې په برخه کې د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.
 
هغه زياته کړه، چې مولوي عبدالکبير هم په ياده برخه کې د دوى د همکاريو او د هغوى د وړانديزونو قدرداني وکړه او ويې ويل، چې اوس په افغانستان کې امنيت تامين شوى او د بهرنۍ پانګونې لپاره زمينه تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
 
د طالبانو په مشرۍ د حکومت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال ویلي، د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري چې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي