د سولې عالي شورا مخکني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو ګراندي سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د افغان کډوالو او په کور د ننه بې ځایه شویو کسانو په اړه خبرې اترې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ښاغلي ګرانډي ته ویلي، چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.
د یادونې ده، چې د کډوالو چارو کمېشنر فلیپو ګراندي پرون دوشنبه د کاب ۲۳ مه کابل ته راغی او دلته یې د ځینو طالب چارواکو سره ولیدل.
نوموړي ویلي، افغانستان ته يې د سفر موخه په دې هېواد کې بشري او د کډوالو وضعيت څېړل دي څو د ناسم وضعيت مخنيوي لپاره لازمې حللارې ومومي.
هغه زیاته کړې، چې د اوکراين کډوالۍ بحران له کبله بايد د افغانستان وضعيت له پام ونه غورځول شي او په وینا یې افغانستان لا هم د دوی لپاره لومړیتوب دی.
جمهورخبري آژانس:کابل