ټاکل شوې چې د افغانستان به اړه د چین په جوړېدونکې غونډه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي پرون سه شنبې د کب ۱۷ مه کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدنه کې تایید کړې، چې د چین په غونډه کې به دی ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه لیدنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړیکو، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزه پراختیا او د چین په غونډه کې د ګډون په اړه خبرې اترې وکړې.
د سرچینې په وینا ښاغلي متقي د چین سفیر ته ډاډ ورکړي، چې د بهرنیو چارو وزیرانو په جوړېدونکې غونډه کې به ګډون کوي او تمه لري، چې د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.
په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په همدې روانه میلادي میاشت کې جوړېدونکې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل