د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د خزانې وزارت د هغه جواز هرکلی کړی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد بانک ویلي چې د امریکا دا اقدام به له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ او راکړې ورکړې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او دغه راز به ورسره له نړیوالو بانکونو سره د افغانستان د خصوصي بانکونو راکړه ورکړه هم خپل عادي حالت ته راوګرځي.
د یادونې ده چې د امریکا خزانې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړی دی.
د دې جواز پر اساس پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.
دغه راز په هر ډول تجارتي فعالیت بندیز نشته او خصوصي بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکي معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل