د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د هېواد په ګمرکونو کې د مالي فساد کچه صفر شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، د ټولو ګمرکونو مسوولان بدل شوي، د فساد سرچینې وچې شوې او ډېجیټل سیستمونه فعال شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې د ګمرکونو له مسوولانو پرته د سيستمونو اړوند کارکوونکي دوی نه دي ايسته کړي، خو ځينو خپله د شخصي ستونزو له کبله دندې پرې ایښي دي.
د ماليې وزارت وياند ټینګار وکړ چې فساد ډېر ځله د لوړ پوړو مسوولانو له کبله رامنځته کیږي او که دوی فاسد نه وي، نور څوک ترې فساد نه شي کولای.
هغه په ورته وخت کې ومنله چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې سوداګري او ګمرکي عوايد کم شوي خو په دې اړه يې مشخص جزییات ورنه کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل