۰

امریکا په دوه اوونیو کې د ننه له اماراتو د افغان کډوالو د لېږد بهیر پیلوي

پنجشنبه ۲۸ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۱۷
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې امریکا به په دوو اوونیو کې دننه له اماراتو څخه د افغان کډوالو د لېږد بهیر پيل کړي.
امریکا په دوه اوونیو کې د ننه له اماراتو د افغان کډوالو د لېږد بهیر پیلوي
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې امریکا به په دوو اوونیو کې دننه له اماراتو څخه د افغان کډوالو د لېږد بهیر پيل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې په ورته وخت کې راپور کې په ابوظبۍ کې د معترضو افغان کډوالو له خولې ویلي چې دوی خپل اعتراضونه وروسته تر هغه پای ته ورسول چې امریکا ورسره ژمنه وکړه چې په راتلونکو دوو اوونیو کې دننه به امریکا ته د دوی د تګ کارونه کېږي.

افغان کډوالو ویلي چې کمپ لکه زندان داسې دی او دوی نور په دغه ځای کې په بې سرنوشت حالت کې د ژوند تېرولو زغم نه لري.

د یادونې ده چې په یاد کمپ کې لس زره افغانان له تېرو پنځو میاشتو راهیسې دېره دي، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

جمهورآژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي