د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، تاجکستان ورسره موافقه کړې، چې د یوه بل کال لپاره به هم افغانستان ته د خپلې برېښنا صادرات جاري ساتي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېښنا شرکت په اعلامیه کې چې نن دوشنبې د مرغومي ۶ مه خپره شوې راغلي، چې د برېښنا د لېږد دغه تړون د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې تمدید شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تړون د تمدید موضوع تاجيکستان ته د بریښنا شرکت د عمومي اجراييه رييس حافظ محمد امين د سفر پر مهال نهايي شوې ده.
بريښنا شرکت هيله ښودلې، چې ياد شوي هېواد سره به د سیمه ییزو بريښنايي پروژو لکه، کاسا زړ او نورو په اړه هم هوکړې ته ورسيږي.
جمهورخبري آژانس:کابل