د افغانستان د برېښنا شرکت خبر ورکړ، چې له ازبکستان څخه وارداتي برېښنا نن پنشنبې د زمري ۲۲ مه سهار ۷:۰۰ بجې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شرکت ویلي و، د ازبیکستان د تیلي مرجان برېښنا په تولیدي دستګاه کې د تخنیکي ستونزې په رامنځته کېدو سره، ازبیکستان هېواد د برېښنا له کموالي سره مخ شوی وو، چې له همدې امله یاد هېواد افغانستان ته د وارداتي برېښنا کچه هم راټیټه کړې وه.
په ورته وخت کې برېښنا شرکت وایي، له دې وروسته به لنډمهاله پرچاوۍ د برېښنا د کموالي او د مزو د اضافه بارۍ له امله وي.
جمهورخبري آژانس:کابل