۰
د برېښنا شرکت:

۲۶ میلیارده افغانۍ پوروړي لرو، پیسې د راوړي کنه نومونه یې په ډاګه کوو

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۵۵
د افغانستان د برېښنا شرکت خپلو ټولو پوروړو ته خبرداری ورکړ، چې تر یوې میاشتې پورې خپل پورونه دغه شرکت ته وسپاري.
۲۶ میلیارده افغانۍ پوروړي لرو، پیسې د راوړي کنه نومونه یې په ډاګه کوو
د افغانستان د برېښنا شرکت خپلو ټولو پوروړو ته خبرداری ورکړ، چې تر یوې میاشتې پورې خپل پورونه دغه شرکت ته وسپاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شرکت مسوولینو نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۰ مه په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې برېښنا شرکت ۲۶ میلیارده افغانۍ پوروړي لري.

د برېښنا شرکت رییس په خپلو خبرو کې و ویل، چې افغانستان دا مهال د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه برېښنا اخلي او یوه اندازه په کور د ننه د داخلي تولیداتو څخه تر لاسه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د برېښنا شرکت ته په تېر کې ځینو سیاسیونو، زورواکو، سوداګرو او صنعت کارانو خپل پورونه نه دي ورکړي، چې له امله یې شرکت ۲۶ میلیارده افغانۍ پوروړی دی.

د برېښنا د شرکت د رییس په وینا که چېرته برېښنا شرکت خپل پورونه راټول نه کړي او صادروونکو هېوادونو ته پیسې ورنه کړي، نو د برېښنا په برخه کې به لویه ستونزه رامنځ ته شي.

د شرکت ویاند حکمت الله نورزي و ویل، چې دوی د پورونو د راټولو لپاره په پیل کې یوه لړۍ پیل کړې وه او د ځینو کورنو او صعنتي ځایونو برېښنا یې پرې کړې وه، تر څو خپل پورونه وساتي.

د هغه په وینا برېښنا شرکت بیا هم دا تصمیم ونیوه، خو د مشرتابه له خوا ورته حکم وشو، چې تر یوې میاشتې پورې نور هم پوروړو ته وخت ورکړي، تر څو خپل پورونه ادا کړي.

نورزي خبرداری ورکړ، چې که تر یوې میاشتې پورې پوروړي خپل پورونه ادا نه کړي نو دوی به یې نومونه په ډاګه او برېښنا به یې پرې کړي.

هغه پر ټولو په کور د ننه او بهر ته تللیو پوروړو غږ وکړ، چې په هر ډول وي خپل پورونه ادا کړي.

نوموړي د بېلګې په توګه د امیر اسماعیل خان نوم یاد کړ، چې خپل پور یې پرې کړ او دوی له نورو بهر ته تللو کسانو چې د شرکت پوروړي دي غواړي، چې په هره طریقه دوی ته اسانه وي، د برېښنا شرکت پورونه پرې کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي