۰

امریکا د افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په خاطر درې مجوزه صادر کړل

پنجشنبه ۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۶
امریکا افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره درې جوازونه صادر کړي دي.
امریکا د افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په خاطر درې مجوزه صادر کړل
امریکا افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره درې جوازونه صادر کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې د دې جوازونو پر بنسټ د امریکا د حکومت په ګډون ټولې نړیوالې موسسې کولی شي له افغانستان سره مرستې وکړي او په بشردوستانه پروژو کې ونډه ولری.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي، په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی او دوی سره له دې چې پر نوي حکومت بندیزونه وضع کړي دي، خو نړیوالې مرستندویه موسسې او ان د امریکا حکومت کولی شي چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي او په هغو پروژو کې ونډه واخلي چې ګټه یې عامو افغانانو ته رسېږي.

همدارنګه امریکا زیاته کړې، له دې وروسته افغانستان ته د توکو رسولو، سوداګرۍ او دغه هېواد ته د پیسو په حواله کولو کې ستونزه نشته او په بهر کې مېشت افغانان هم کولی شي خپلو کورنیو ته نغدې پیسې واستوي.

امریکا دا مجوزونه پر داسې مهال صادروي، چې پرون یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا هغه پرېکړه لیک هم تصویب کړ، چې له افغانستان سره د بشري مرستو په خاطر یې وړاندې کړی وو.

د دغه پرېکړې له مخې نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه کولی شي په ډاډه زړه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي.

امنیت شورا وایي افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی نو له همدې امله د افغانستان له خلکو سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې له هر ډول خنډونو او بندیزونو خوندي دي.

سرچینې همدا راز ویلي چې دغه مرستې باید د نوي حکومت هغو اداراتو او چارواکو ته و نه رسېږي چې له بندیزونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، باید بشردوستانه مرستې پر وخت اړمنو کسانو ته ورسېږي او دوی ټینګار کړی چې د افغانستان پر نوي حکومت به یې بندیزونه دوام کوي او پوره احتیاط به کېږي چې له مالي سرچینو استفاده و نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي