۰

امریکا پر افغانستان د بندیزو نرمولو په لارو چارو کار کوي

سی شنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۱
یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي، د ولسمشر بایډن اداره هڅه کوي، چې د نړیوالو بنسټونو د بشري مرستو په خاطر پر افغانستان لګول شوي بندیزونه نرم کړي.
امریکا پر افغانستان د بندیزو نرمولو په لارو چارو کار کوي
یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي، د ولسمشر بایډن اداره هڅه کوي، چې د نړیوالو بنسټونو د بشري مرستو په خاطر پر افغانستان لګول شوي بندیزونه نرم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي چارواکو چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي، دغه خبره په یوه ناسته کې چې د افغانستان په اړه وه مطرح شوې ده او دا به په راتلونکو ورځو کې و ارزول شي.

دغه چارواکي په ورته وخت کې دا هم ویلي، چې د افغانستان د کنګل شوې پانګې د خلاصون لپاره په امریکا کې هېڅ چټکه حل لار نشته ده.

هغه ویلي«د کنګل شویو پیسو د خوشي کولو لپاره هېڅ جادويي توکمه نشته، په دې دلیل چې دا پانګې په امریکايي محکمه کې یوې پروسې ته شاملې شوې دي.»

دې امریکايي چارواکي له افغانستان سره د ۱۵۲ میلیون ډالرو بشري مرستو په اړه ویلي، چې دا د دې په خاطر شوي، چې افغانستان کې یو بحراني حالت دی او امریکا یې په اړه جدي هڅې کوي.

د هغه په وینا امریکا اوس له افغانستانه څنډې ته شوې او وخت د دې رسېدلی چې سیمه او متحدین یې سره راټول شي او مرستې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د داسې لارو چارو په لټه کې دي، چې وکړی شي افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ نغدې پیسې هم ولېږي.

د دغه وزارت ویاند ند پرایس په یوه خبري ناسته کې زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بشپړ معلومات لري.

د هغه په وینا امریکا له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره په اړیکه کې ده چې دغه هېواد ته بشردوستانه مرستې ورسول شي.

دی وايي، همدا اوس له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو سره په دې اړه بحثونه روان دي چې څنګه وکړی شي افغانستان ته د بشردوستانه مرستو تر څنګ نقدې پیسې هم ولېږي او هلته د اقتصادي او بشري ناورین مخنیوی وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي، تر دې دمه امریکا د افغانستان تر ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی، خو دوی په یوازې ځان دغه ناورین نه شي کابو کولی نو له  همدې امله د سیمې له هېوادونو هم غواړي چې له دغه هېواد سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کنګل شوې شتمنۍ په اړه څه نه دي ویلي او دا یې هم زیاته کړې چې د تخلیې ماموریت به ادامه لري او د پای نېټه یې نه ده مشخصه شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي