امریکا د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې هرکلی کړی وايي، د دوی استازی به هم په کې ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه نن یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شي.
د غونډې جوړېدو وړاندیز څه موده وړاندې سعودي عربستان کړی و او کوربه توب یې د اسلام آباد په غاړه دی چې په کې به د افغانستان پر روان وضعیت او ورسره بشري مرستو په اړه ژورې خبرې وشي.
که څه هم تر اوسه معلومه نه ده، چې د غونډې پرېکړې او د افغانستان پر وضعیت به یې اغېز څه وي، خو امریکا له وړاندې د دې غونډې د جوړېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، دوی د یادې غونډې هرکلی کوي او همدارنګه په دې او د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بله غونډه کې به ګډون وکړي.
امریکا وایي دوی د هغو کنفرانسونو هرکلی کوي چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو، همکاریو او بشري خدماتو په موخه ترسره کېږي.
د یادونې ده، چې دغه غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په ګډون د شاوخوا ۹۰ هېوادونو او سازمانو استازي ورغلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل