۰

ښايي امریکا د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي

چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۵
لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه پر خپلې تګلارې مایوسي څرګنده کړې او ښايي بیا و ارزول شي.
ښايي امریکا د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي
لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه پر خپلې تګلارې مایوسي څرګنده کړې او ښايي بیا و ارزول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط رویټرز ته ویلي ښاغلی ټرمپ د یوه کال له تېرېدو وروسته په دې اړه خپله مایوسي څرګندنه کړې ده.

دغه چارواکي ویلي ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د تګلارې د پرمختګ د نه کولو له کبله خپله مایوسي ښودلې ده.

سرچینې زیاته کړې« موږ په سپینې ماڼۍ کې داسې اشارې لیدلې چې ولسمشر ټرمپ به په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان تگلارې ته بیا نظر کتنه کوي»

د سرچینې په وینا په دغه بیا نظر کتنه کې به د تګلارې هر اړخ ارزول کېږي او دا چې تروسه پورې څه پرمختګ شوی دی.

باید و ویل شي، چې ولسمشر ټرمپ د تیر کال د اګست په میاشت کې د افغانستان لپاره د خپلې نوې تګلارې د اعلانولو په وخت ویلي و چې په افغانستان کې به عسکر پاتې شي.

هغه د افغانستان لپاره د تګارې په اړه زیاته کړې وه، دا بیخې سمه خبره نه ده چې امریکا د عسکرو د تګ او یا د وتلو نیټه وټاکي خو امریکا به د امنیت د وضعیت په اساس دا ډول پریکړې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي