۰

کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل شوه

شنبی ۲۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۲
کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست کې د تخنیکي ستونزو له امله چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ درول شوې وه بېرته له سره پیل شوه.
کابل کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل شوه
کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست کې د تخنیکي ستونزو له امله چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ درول شوې وه بېرته له سره پیل شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاسپورټ د عمومي ریاست رییس علم ګل حقاني نن شنبې د لیندۍ ۲۷ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې سر له سبا د لیندۍ ۲۸ مې به مرکزي ریاست کې د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پیل شي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د کورنیو چارو وزارت پر همکارۍ پر دې توانېدلي، چې ټولې تخنیکي ستونزې او د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل کړي.

د هغه په وینا لومړی هغه کسانو ته پاسپورټونه ورکول کېږي، چې له وړاندې یې انلاین نوم لیکنه کړې، بانکي حسابونه یې خلاص کړي او اسناد یې احکام شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چا چې له مخکې د پاسپورټ اړوند کارونه خلاص کړي، کولی شي سر له سبا راشي بایومتریک او نور مراح طی کړي او خپل پاسپورټونه تر لاسه کړي.

ښاغلي حقاني یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ولایتونو اوسېدونکي دي، نور مرکز ته مراجعه نه کوي، بلکې په خپل ولایت کې د پاسپورټونه تر لاسه کړي، خو په وینا یې هلته به هم نوبت او مقررې په پام کې ونیسي.

دی وایي، په مرکز کې هم د ټولو لپاره جدول جوړ شوی، ټول خلک دې په خپل نوبت د پاسپورټ ریاست ته مراجعه وکړي او له ګڼې ګوڼې جوړلو دې ډډه وکړي.

د پاسپورټ رییس و ویل، چې په نوې ډیزاین یې د انلاین فورم جوړ کړی چې د جدې تر ۲۰ پورې به هره ورځ ۵۰۰ تنو ته لېږل کېږي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې د انلاین فورم مخکینی ډیزان نور د اعتبار وړ نه دی او نور دې څوک په پخوانیو فورمونو نوم لیکنه نه کوي.

هغه په مرکز او ولایتونو کې له ټولو پاسپورټ غوښتونکو غږ وکړ، چې په مرکز او ولایتونو کې نوبت مراعت کړي او کمېشنکارانو ته دې خپلې پیسې نه ورکوي.

د پاسپورټ رییس خبرداری ورکړ، چې که چا کمېشنکارانو ته پیسې ورکړې، نو اسناد یې ترې کېدېږي او کمېشنکار او یا بل څوک چې عریضه یې راوړې وي، نیول کېږي او د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

د هغه په وینا د پاسپورټ ریاست هره پنشنبې د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره ځانګړې او هغوی کولی شي یوازې په دې ورځ پاسپورټ تر لاسه کړي.

د پاسپورټ رییس دا هم و ویل کوم خبریالان چې رسمی سفر لري خو ته له نوبت پرته پاسپورټ ورکول کېږي او کوم چې نه وي د هغوی بیا هم د پاسپورټ په ورکړه کې مراعت کېږي.

د ناروغانو په اړه هغه زیاته کړه، چې دوی مشخص ډاکتران لري او د هغوی تر تایید وروسته به اړوند مراجعینو ته پاسپورټونه ورکوي.

د پاسپورټ رییس یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې کمېشن کاري ورته د منلو نه ده او هر چا کې کمېشناري وکړه نه یوازې پاسپورټ نه ورکول کېږي، بلکې د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د هغه په وینا دوی په تېره څه موده کې په هرات، کندهار، کابل، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې کمېشنکاران نیولي او د قانون منګولو ته یې سپاري دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې همدا پرون هم په هرات ولایت کې هغه کسان نیول شوي، چې خلکو ته یې جعلي پاسپورټونه جوړول او پیسې به یې ترې اخیستې.

نوموړي و ویل، چې دوی په ورځ کې د ۷ زره پاسپورټونو د وېش وړتیا لري، چې څلور زره یې په مرکز او درې زره یې ولایتونو کې ورکول کېږي.

د پاسپورټ رییس د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، چې دوی تر اوسه په لسګونه زره پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې تر اوسه د دولت خزانې ته ۶ سوه میلیونه افغانۍ عاید رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي