۰

د اسلامي علماوو ټولنو له افغانستان سره دې مرستې غوښتنه کړې

پنجشنبه ۱۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۱
د اسلامي نړۍ د علماوو شاوخوا ۲۱ ټولنو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي علماوو ټولنو له افغانستان سره دې مرستې غوښتنه کړې
د اسلامي نړۍ د علماوو شاوخوا ۲۱ ټولنو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، اسلامي هېوادونه دې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

دوی زیاته کړې، افغانان په دې سختو شرایطو کې پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري او د دغه هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي، نو له همدې امله د اسلامي هېوادونو هر وګړي، سیاستوال او مرستندویه بنسټ ته په کار ده چې له افغانستان سره تر خپلې وسې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان غونډه هم ترسره شي او هلته به مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو ژمنه کوي.

دا غونډه به د روانې میلادي میاشتې په ۱۹ مه نېټه د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې وشي، خو کوربه به یې سعودي عربستان وي.

دا ناسته راغوښتل شوې هم د سعودي عربستان په وړاندیز ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي