د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون ویلي، د امریکایانو ترمنځ د ولسمشر بایډن د محبوبیت بایللو لامل افغانستان دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بولټن له سکای نیوز سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو څرنګوالي د بایډن محبوبیت هم تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټ کړ.
دی وايي، خلک ملامت نه دي چې بایډن یې تر پام بد ورځي، ځکه دوی د خپل ملي امنیت په اړه په وېره کې دي او جوبایډن تر ټولو ناکام سیاست غوره کړ.
د بولټن په وینا بایډن له کوم تضمین پرته له افغانستان څخه ځواکونه وایستل او دغه هېواد یې د میلیاردونه ډالرو په ارزښت تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم کړ.
بولټون دغه راز د پنټاګون د یو چارواکي له لوري خپرو شویو اسنادو ته په اشارې ویلي چې داعش او القاعده ډلې دواړه ممکن له شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې په متحده ایالاتو کې بریدونه وکړي.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړی، چې د دې بریدونو مسوول به جوبایډن وي.
جمهورخبري آژانس:کابل