د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو (ترویکا) غونډه روانه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې غونډه کې د روسیې، امریکا او چین په ګډون د سیمې د هېوادونو ځانګړو استازو ګډون کړی دی.
د غونډې تر ټولو مهمه موضوع یې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت ښه کول او بشري مرستې دي.
په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د امریکا نوی استازی هم ګډون کوي او افغان پلاوی هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ په اسلام اباد کې دی.
تر دې وړاندې پرون په نوي ډهلي کې هم د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس جوړ شوی او ټولو اړخونو ویلي چې له افغان خاورې باید کوم هېواد ته ګواښ جوړ نه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د دغه غونډو جوړېدو ته خوشبیني ښودلې او تمه لري، چې د افغانستان او سیمې لپاره به ښې پایلې ولري.
پرون طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې و ویل، که څه هم دوی په دې ناستو کې ګډون نه لري، خو وېره هم نه ترې لري.
د مجاهد په وینا اوس د سیمې هېوادونه پر دې پوهېدلي، چې افغانستان کې ثبات او پرمختګ د ګاونډیو او ټولې سیمې د هېوادونو په ګټه دی، نو ځکه دوی ډاډه دي، چې په دې غونډه کې به ښې پرېکړې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل