۰

هند: د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې به ډېر هېوادونه ګډون وکړي

شنبی ۱۵ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
هندي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وايي، چې د افغانستان په اړه د هند له خوا جوړېدونکي کنفرانس کې به ډېر هېوادونه ګډون وکړي.
هند: د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې به ډېر هېوادونه ګډون وکړي
هندي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وايي، چې د افغانستان په اړه د هند له خوا جوړېدونکي کنفرانس کې به ډېر هېوادونه ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت په دغه کنفرانس کې د روسیې او مزکزي آسیا هېوادونو د ګډون ډاډ ورکړی دی.

هندي رسنۍ وایي، په دغه کنفرانسک ې به د افغانستان د روان وضعیت په اړه ژورې خبرې اترې وشي.

ټاکل شوې دغه کنفرانس د روانې میاشتې په لسمه نېټه نوي ډهلي کې جوړ شي، چې په کې به له افغانستان پر بشري مرستو هم خبرې وشي.

دا کنفرانس پر داسې مهال جوړېږي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په دغه کنفرانس کې د پاکستان د ګډون خبره رد کړې ده.

خو هندي چارواکي وايي، د پاکستان د نه ګډون پرېکړه د حیرانتیا وړ نه ده.

دوی زیاته کړې، چې پاکستان په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکی نه دی، نو ځکه یې دغه ډول پرېکړې د وړاندوینې وړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي