د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، نن یکشنبې د لړم ۹ مه به له افغانستان څخه چین ته د جلغوزو صادرات بېرته پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغان سوداګرو د جلغوزو لومړۍ بسته به د هوايي کارګو له لارې چین ته ولېږدول شي.
د وزارت د معلوماتو پر اساس د دغه صادراتو په اړه د روانې میلادي میاشتې په ۲۶ مه په دوحه کې هوکړه شوې وه.
باید و ویل شي، روان کال د څو میاشتو لپاره د جلغوزو په صادراتو کې ځنډ راغلی و، خو اوس چین ژمنه کړې چې د جلغوزیو تر څنګ به د افغانستان نورو صادراتو ته هم لار پرانیزي او د سوداګرۍ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل