په ننګرهار ولایت کې یو ځايي خبریال سید معروف سادات په جلال آباد ښار کې په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د تلې ۱۰ مه ماښام مهال د ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سادات د یوې نېږدې خپلوان چې طالب و په موټر کې مېلمستا ته روان و، چې په یاده سیمه کې په رېکشه کې سپرو وسله والو پرې برید کړی دی.
سرچینه وايي، په موټر کې له سادات سره د هغه زوی، دوه طالبان او یو عام کس ناست و، چې د نامعلومه وسله والو تر برید لاندې راغی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې خبریال سید معروف سادات او دوه طالبان وژل شوي، د سادات زوی او یو بل ملکي وګړی ټپیان شوي دي.
د افغان خبریالانو د خوندیوب کمیټه دغه برید په کلکو ټکو غندلی او له موجوده سرپرستې ادارې او اړوندو چارواکو غوښتي چې د پیښې په اړه کوټلې ګامونه واخلي او د ښاغلي سادات او ورسره ملګرو قاتلان دې په نخښه او قانون سره سمه سزا ورکړي.
تر اوسه دا نه ده، معلومه چې د وسله والو برید کوونکو هدف سادات و او که له هغه سره په موټر کې سپاره طالبان.
د افغانستان اسلامي امارت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سيد معروف سادات چې په ژرونالېزم کې یې د لېسانس تر کچې زده کړې کړې وې، تېرو څو کلونو راهیسې د
جمهور خبري آژانس په ګډون له بېلا بېلو رسنیو سره دنده تر سره کړې ده.
هغه دا مهال يو بهرني اژانس سره خبريالي کوله، شاوخوا پنځه کاله د ننګرهار د کليو پراختیا رياست وياند پاتې شوی او لا هم په همدغه دنده بوخت و.
جمهورخبري آژانس:کابل