امریکايي نظامي چارواکي وايي، روانه اوونۍ به یو ځل بیا امریکا ته له افغانستانه د تخلیه شویو کسانو د لېږد او رسېدو بهیر پیل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا بهیر له تېرو دریو اونیو راهیسې د شري د واکسین د تطبیق په هدف درېدلی و خو اوس بیا پیلېږي.
د امریکا د شمالي قومندانۍ مشر جنرال ګلن وان هیرک ویلي، اوسمهال په بهرنیو هیوادونو کې کابو ۱۴ زره افغانان شته چې توقع کیږي امریکا ته به ولېږدول شي.
نوموړي زیاته کړې، اوسمهال شاوخوا ۵۳ زره کسان د امریکا په مختلفو برخو کې په ۸ نظامي مرکزونو کې دي چې خپل حد اکثر ظرفیت ته چې ۶۴ زره دی، رسیږي.
دی واي،ي د امریکا په مراکزو کې د ۴۰۰۰ تخیله شویو کسانو صحي معاینات او نور ازمایښتونه بشپړ شوي او په امریکا کې د ژوند کولو لپاره پر شرایطو برابر دي.
جمهورخبري آژانس:کابل