هندي رسینو راپور ورکړی، چې د افغانستان نوي سرپرست حکومت له هنده غوښتي، چې افغانستان ته خپل تجارتي پروازونه بېرته پیل کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هندي رسنیو ویلي، طالبانو دغه غوښتنه په یوه لیک کې له هندي چارواکو کړې ده.
سرچینه وايي، د افغانستان هوايي چلند ادارې د هند هوايي ادارې مشر ته یوه مکتوب لېږلی او په هغه کې د پروازونو د بېرته پیل غوښتنه شوې ده.
په ورته وخت هندي چارواکو منلې چې د افغانستان له خوا ورته مکتوب رسېدلی او په دې اړه به پرېکړه وکړي.
په استول شوي مکتوب کې راغلي، چې د کابل هوایي دګر د قطر په تخنیکي مرسته بيرته فعاله شوی دی.
د یادونې ده، چې کابل ته د طالبانو په راتګ سره د هند په ګډون ټولو هېوادونو خپل تجارتي پروازونه له افغانستان سره بند کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل