۰
امریکايي سناتور:

امریکايي جنرالان باید ومني، چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلی

دوشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۵
امریکايي سناتور رانډ پل وايي، د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او امریکايي جنرالان باید ومني، چې دغه جګړه نه شي ګټلی.
امریکايي جنرالان باید ومني، چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلی
امریکايي سناتور رانډ پل وايي، د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او امریکايي جنرالان باید ومني، چې دغه جګړه نه شي ګټلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پل یوه امریکايي تلوېزیون ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان جګړه هر کال ۵۰ ملیارده ډالر لښګت لري په داسې حال کې، چې امریکا خپله د بودیجې له کسر سره مخ ده.
د هغه په وینا که امریکا د افغان جګړې پیسې په امریکا کې ولګوي، نو ډېر څه پرې کولی شي.

پل زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونه دا مهال په ۷ هېوادونو کې په جګړه بوخت دي، خو یوې جګړې ته هم د امریکا سنا په قانوني توګه اجازه نه ده ورکړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا باید خپل سرتېري له افغانستانه راستانه کړي او امریکايي جنرلان باید دا ومني، چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلی.

دغه امریکايي سناتور له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي، چې  د افغان جګړې لګښتونو ته دې پام وکړي او نور دې امریکايي سرتېري بېرته را وغواړي، ځکه زموږ موخه د القاعده شبکې ختمول و او دا موخه مو تر لاسه کړې ده.

باید و ویل شي، چې دغه امریکايي سناتور څو ورځې وړاندې هم په یوه مقاله کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ټینګار کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي