سلګونو افغانانو لندن کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ او دغه هېواد یې په افغانستان کې په ښکاره لاسوهنې او ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ.
د جمجهور آژانس د خبر له مخې لاریون پرون دوشنبې د تلې ۵ مه د برېتانیا له لومړي وزیر بورس جانسون او بهرنیو چارو وزیر سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د لیدنې په درل کې د برېتانیا د صدارت ماڼۍ مخې ته وشو.
د دغه لاریونوالو یو سمبالوونکي ذاکر سادات ویلي، په ټول کې دریځ دا و چې د پاکستان لاسوهنې او په ځانګړي توګه دا قریشي چې دی په اصطلاح د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کله دلته او کله تاشکند او کله په تاجکستان کې ناست وي او د دوی لپاره لابي کوي، د دې په خلاف موږ راوتلي وو.
نوموړي زیاته کړې، چې لاریون به نن سه شنبې هم تر سره شي.
د یادونې ده، چې ترد ې مخکې هم په ځینو نورو اروپايي هېوادونو له هغې ډلې بلجیم، جرمني او فرانسې کې یو شمېر افغانانو د پاکستان پرضد لاریونونه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل