د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، طالبان کېدای شي، د سولې په برخه کې د امریکا او پاکستان بالقوه شریکان و اوسي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي له نیوز ویک مجلې سره مرکه کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا د ولسمشر جو بایډن سخت دریځ غیر ضروري وباله.
نوموړي زیاته کړې، پاکستان لېواله دی چې د ترورېزم پر ضد د امریکا همکار واوسي.
عمران خان د سیمې د قدرتونو او امریکا ترمنځ همکاري د ناورین د مخنیوي لپاره چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته یې احتمال زیات شوی دی، مهم وباله.
د پاکستان لومړي وزیر د طالبانو له لوري د حکومت نیولو ته په اشارې ویلي، له دې کبله ممکن د افغانستان امنیتي وضعیت ثبات ومومي.
جمهورخبري آژانس:کابل