۰
عمران خان:

طالبان به له ترکیې سره د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه خبرو ته کېنوم

شنبی ۲۳ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۷
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، طالبان به د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت په تړوا له ترکي چارواکو سره مخامخ خبرو ته کېنوي.
طالبان به له ترکیې سره د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه خبرو ته کېنوم
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، طالبان به د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت په تړوا له ترکي چارواکو سره مخامخ خبرو ته کېنوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان زیاته کړې، چې دا کار به پر طالبانو له خپل نفود څخه په ګټې اخیستنې تر سره کړي.

عمران خان څه موده وړاندې هم زیاته کړې وه، چې طالب مشرانو ورته ویلي تر هغې به د سولې مذاکرات ونه کړي تر چې ولسمشر غني په واک کې وي.

تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، پاکستان پر طالبانو د پام وړ نفوذ نه لري او د سولې او مذاکراتو لپاره د دغه ډلې د حاضرولو لپاره څه جاودو نه شي کولی.

خان دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي ښايي د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه له طالب مشرانو سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي