۰
عمران خان د طالب مشرانو له قوله:

تر څو ولسمشر غني په واک کې وي د سولې مذاکرات نه کېږي

پنجشنبه ۲۱ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وايي، د طالبانو مشرانو ورته جوته کړې، تر هغې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په واک کې وي، دوی به مذاکرات ونه کړي.
تر څو ولسمشر غني په واک کې وي د سولې مذاکرات نه کېږي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وايي، د طالبانو مشرانو ورته جوته کړې، تر هغې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په واک کې وي، دوی به مذاکرات ونه کړي.

د جمهور آژنس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د زمري ۲۰ مه اسلام آباد کې خپل کور کې یو شمېر بهرنیو خبریالانو ته کړې.

نوموړي ویلي، درې څلور میاشتې وړاندې چې د طالبانو جګپوړي مشران پاکستان ته ورغلي و، ده هڅه وکړه، چې د سولې خبرو یې وهڅوي.

خو په وینا یې د طالب مشرانو شرط دا دی تر هغې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په واک کې وي، دوی به له حکومت سره خبرې ونه کړي.

خان ویلي«درې څلور میاشتې مخکې چې د طالبانو جګپوړي مشران پاکستان ته راغلي ‌وو، هڅه مې وکړه چې هغوی سولې ته وهڅوم... د طالبانو شرط دادی تر هغه چې محمد اشرف غني هلته په واک کې وي، موږ "طالبان" به له افغان حکومت سره مذاکره ونه کړو.»

د پاکستان لومړی وزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و، چې طالبان د سولې په خبرو کې له هر ډول توافق څخه په واک کې د ډېر سهم غوښتونکي دي.

خو تر څنګ یې دا هم زیاته کړې وه، چې جګړه نوره په افغانستان کې مشروعیت نه لري او په وینا یې جګړه د بیلابیلو ښکیلو خواوو ترمنځ د واک د توازن او ټینګیدو لپاره ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي