۰
عمران خان:

د افغان طالبانو په منځګړیتوب له پاکستاني طالبانو سره خبرې روانې دي

شنبی ۱۰ میزان ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۰۳
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د اسلامي امارت په منځګړیتوب د پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې روانې دي.
د افغان طالبانو په منځګړیتوب له پاکستاني طالبانو سره خبرې روانې دي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان د اسلامي امارت په منځګړیتوب د پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خان دغه څرګندونې له یوه ترکي تلوېزیون سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، که پاکستاني طالبان تسلیم شي، نو کولی شي د عادي خلکو په توګه ژوند وکړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې«د افغان طالبانو په منځګړیتوب له پاکستاني طالبانو سره خبرې روانې دي، موږ به هغوی له تسلیمۍ وروسته وبښو او دوی کولی شي، د عادي ښاریانو په توګه ژوند وکړي.»

خان د هغه افغان طالبانو نومونه چې منځګړیتوب کوي نه دي په ډاګه کړي، خو تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو یوه سیمه ییز قوماندان میرزا علی مومند ویلي، چې د پاکستان د طالبانو تحریک او اسلام آباد تر منځ د خبرو منځګړیتوب سراج الدین حقاني کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د پاکستان د لومړي وزیر د دغه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم ویلي و، که پاکستاني طالبان د سولې لار غوره کړي او تسلیم شي، دوی به ورته بښنه وکړي او د عادي خلکو په توګه کولی شي خپل ژوند ته دوام ورکړي.
 
خو پاکستاني طالبانو هغه مهال ویلي وو، تر چې په پاکستان کې بشپړ اسلامي دولت قایم شوی نه وی تر هغې به د دوی جهاد دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي