۰

عمران خان: ډېر ژر به د هند غتم افغانستان ته ورسېږي

سی شنبه ۲ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۵
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسلام آباد به له افغانستان سره د هند مرسته شویو غنم لېږد ته اجازه ورکړي او ډېر ژر به دغه غنم افغانستان ته ورسېږي.
عمران خان: ډېر ژر به د هند غتم افغانستان ته ورسېږي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسلام آباد به له افغانستان سره د هند مرسته شویو غنم لېږد ته اجازه ورکړي او ډېر ژر به دغه غنم افغانستان ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې خان د کابینې له لوړ پوړو چارواکو سره په غونډه کې ویلي، چې اسلام آباد افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو سخته اړتیا ده نو له همدې امله دوی هڅه کوي چې ژر هندي غنمو ته افغانستان ته د رسېدو اجازه ورکړي.

د عمران خان په خبره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ چارواکو ته دنده سپارل شوې چې ژر تر ژره د دغه غنمو د لېږد لپاره یوه منظمه تګلاره جوړه کړي چې له مخې یې هندي موټرونه وکړی شي د پاکستان له خاورې تېر شي.

هند له افغانستان سره د پنځوس زره مټریک ټنه غنمو مرسته کړې ده، خو وايي پاکستان اجازه نه ورکوي چې دغه غنم یې له خاورې تېر شي او په افغانستان کې تر اړمنو پورې ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي